ډېر لوستل شوي

افغان پلاوي د ابراهیم رییسي د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل په خپل اېکس پرون(چهاشنبه، غبرګولي دویمه) شپه ویلي چې افغان پلاوي د سید ابراهیم رییسي د فاتحې په مراسمو کې برخه اخیستې ده.

‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي یې  هم برخه و، د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د فاتحې په مراسمو  کې ګډون کړی دی. ‏د اسلامي امارت پلاوی د ایران اسلامي جمهوریت له نوي سرپرست ولسمشر دکتورمحمدمخبر او بهرنیو چارو وزیر باقر علي کني سره هم کتلي، د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب یې وړاندې کړي او قربانیانو ته یې دعا کړې ده.

اړوند خبرونه