ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزیر د قطر سرې میاشتې خیریه پراختیایي څانګې مشر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د قطر سرې میاشتي اړوند د خيريه او نړيوالې پراختيايي څانگې مشر دکتور محمد صلاح ابراهيم سره لیدلي دي.
بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن(پنجشنبه، غبرګولي درېیمه) په خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی دی.
دواړو لوریو د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو او له افغانستان سره د قطر د مرستو په اړه خبرې اترې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزیر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنگ په افغانستان کې د قطر له مرستو او دوه اړخیزې همکارۍ مننه کړې او د افغانستان او قطر اړیکې يې تاریخي بللي دي.
ښاغلي صلاح په دې ناسته کې ویلي، چې زرگونو افغانانو ته یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، له بې سرپناه ښوونځیو سره یې د ښوونیزو توکو مرستې کړې دي او د اړمنو افغانانو لپاره یې د افغانستان په کچه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړي دي.
نوموړي ویلي چې بغلان ته یې سفر کړی او هلته یې پر سېلاب ځپلو مرستې وېشلي دي.
دغه راز نوموړي په کندهار ښار کې ۴۰۰ بستریز روغتون او د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د یو روغتیايي کلینک د جوړولو پرانیسته هم کړې ده

اړوند خبرونه