ډېر لوستل شوي

سیاسي کمېسیون د مولوي‌ عبدالکبیر په مشرۍ ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون په سپېدار ماڼۍ کې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ناسته کړې ده.

ارګ نن غرمه(پنجشنبه، غبرګولي درېیمه) په خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی دی.

دې ناسته کې د هېواد او سیمې د وروستي وضعیت، د دوحې راتلونکې ناستې او اړمنو هېوادوالو ته د بشري مرستو پر رسولو هر اړخیز بحثونه شوي دي.

دغه راز په دې ناسته کې له یو شمېر هېوادونو سره د دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو پر پراختیا هم خبرې اترې شوي دي.

سیاسي کمېسیون له مهال وېش سره سم پر سیاسي مسایلو بحثونه او اړینې پرېکړې کوي.

اړوند خبرونه