ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزیر د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره کتلي

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن(پنجشنبه، غبرګولي درېیمه)د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي او مله پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې کتلي دي.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست په هېواد کې د وروستیو زلزلو او سېلاب ځپلو سره د قطر له لوري د بشري مرستو په پار مننه کړې او له نوموړی هېواد سره يې د اړيکو پر پياوړتيا او د همکاريو پر دوام ټينګار کړی دی. دغه راز د قطر د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د دوستانه اړيکو د ټينګښت او لا زياتو همکاريو د دوام ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه