ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر: زندانونه د شکنجې نه، د اصلاح مرکزونه دي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر څرخي پله زندان کې د کتاب‌لوست د اونۍ په نندارتون کې ویلي چې اوسمهال زندانونه د شکنجې مرکزونه، بلکې د اصلاح مرکزونه دي.

سیاسي مرستیال د څرخي پله کتاب‌لوست نندارتون کې زیاته کړې: زندان او توقیف‌خونې باید د شکنجې او ربړولو مرکزونه نه، بلکې د اصلاح او پوهې مرکزونه وي او هر زنداني چې له بنده خلاصېږي، باید د ټولنې د اصلاح او فلاح لپاره کار وکړي.

نوموړي هېواد کې د پینځو لسیزو د ناورین علت له مطالعې او کتاب څخه لیري والی یاد کړی.

مولوي عبدالکبیر وړاندې ویلي، د مطالعې ترک او د کتاب نه لوستل و، چې پر هېواد پردۍ مفکورې او کلتور غلبه وکړه.

مولوي عبدالکبیر له هېوادوالو غوښتنه کړې چې په ګډه دې له حکومت سره د اسلامي ارزښتونو، ملي عنعناتو او سوچه افغاني کلتور د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

اړوند خبرونه