ډېر لوستل شوي

پکتیکا کې د لاس څملونې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍکې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس څملونې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ټایګر فري فایټ کټواز  کلپ کې د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د دودیزو لوبو مدیریت له لوري چمتو شوې وې.

دغو سیالیو کې عبدالصمد  لومړی، مشفیق دویم او صبور درېیم مقام ترلاسه کړی.

یادو سیالیو یوه ورځ یې دوام وکړ چې موخه یې دودیزو لوبو ته وده ورکول و. د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوي دي.

اړوند خبرونه