د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د ګلوبل ټولنې ودې او علمي څېړنې، د ټولنیزې پراختیا نوې لار، د افغانستان لپاره د تلپاتې موخو، د افغانستان د ودې او بیارغونې همغږۍ، د افغاني ټولنې روغتیا او بیارغونې، د جاپان خیریه مرستو نړیوال معاونیت پلاوی او د افغانانو لپاره د ښوونیزو، بشري او روغتیايي پرمختګونو موسسو ترمنځ د یو ملیون او ۷۹ زره او ۱۱۱ امریکایي ډالرو په ارزښت اته هوکړه لیکونه لاسلیلک شوي دي.
د دې هوکړه لیکونو پر بنسټ، د افغاني ټولنې د روغتيا او بيارغونې موسسه به په کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او نیمروز ولایتونو کې د سرپنا جوړولو، د سرپناوو په سيمو کې د ماينونو پاکولو، د نغدي مرستو وېش او د ٧٦٠ کورنيو لپاره د ظرفیت لوړونې د پروګرام په برابرولو کې څلور سوه او ۳۹ زره او ۷۲۵ ډالره ولګوي.
د جاپان د خیریه مرستو موسسه په ننګرهار ولایت کې ۶۰۰ کورنیو ته د دریو میاشتو لپاره د کوپون د وېش په برخه کې به ۳ سوه ۱۵ زره او ۸۵۴ ډالره مرسته کوي، د نړیوال معاونیت پلاوي موسسه د پوهنې، اړتیاوو ارزونې، د لومړنیو ودانیزو توکو او د روغتیايي کڅوړو د وېش او په بلخ ولایت کې د ۲ زره او ۷۸۹ تنو لپاره د ټولګیو په جوړولو په برخو کې یو سل او ۱۱۵ زره او ۲۳۶ ډالره ولګوي.
د ټولنیزې پراختیا نوې لار موسسه په بغلان او کندز ولایتونو کې د ۱۲۰۰ کورنیو ته د خوراکی او غیر خوراکي توکو د وېش لپاره ۸۶ زره ۳۳۸ ډالره ځانګړي کړي دي. د ګلوبل ټولنې د علمي څیړنو او ودې موسسه په کابل، بغلان او کندز ولایتونو کې د ۴۶۰ کورنیو ته د خوراکی توکو د مرستو د وېش لپاره ۷۸ زره او ۶۷۸ ډالره لګوي.
په همدې ډول د افغانستان د پراختیا او بیارغونې د همغږۍ موسسه په بادغیس ولایت کې د ۵ زرو کورنیو لپاره د خوراکي توکو د وېش په برخه کې ۲۳ زره او ۲۸۰ ډالر او د افغانستان د تلپاتې موخو او د افغانانو لپاره د ښوونیزو، بشري او روغتیايي پراختیايي پرمختګونو موسسې هلمند ولایت کې ۱۶۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برخه کې ۲۳زره او ۲۸۰ ډالره ولګوي. دغه هوکړه ليکونه د وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د پورته بنسټونو د استازو له خوا لاسليک شول.