د بلخ ځایي مسوولین وایي چې ایران افغان سېلاب ځپلو ته ۲۰ ټنه د خوراکي توکو، درملو، فرشونو، کمپلو او نورو توکو مرسته راستولې ده.
د بشرپاله مرستو دغه لومړۍ جوپه نن د مزار شریف د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلې ده
په مزار شریف کې د ایران سرکونسل ویلي، ددې برسېره چې هېواد کې یې ناوړه پېښه شوې خو بیا هم د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي. بل پلو، د بلخ ولایتي مسوولینو د ایران له دغې مرسته مننه کړې ده.
تهران وروسته له هغه یاده مرسته بلخ ته استوي چې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د ابراهیم رییسي په جنازه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته ولاړ