ډېر لوستل شوي

اردوغان: افغان سېلاب ځپلو سره دې مرستې وشي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له نړیوالو غوښتنه کړې، چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي. اردوغان افغانستان کې وروستي سېلابونه بوږنونکي بللي دي.

اوچا هم ویلي چې افغانان دې په اوسني ناوړه حالت کې یوازې نه پرېښودل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو متلونو او ګڼو نورو بنسټونو له افغان سېلاب ځپلو سره د همکارۍ غږ کړی دی. سېلاب  ځپلو ته له افغان حکومت سربېره  ترکیې، قطر، روسیې، جاپان او ازبکستان مرستې راستولي دي.

ایران هم پرون لومړۍ جوپه مرسته بلخ کې ولایتي مسوولینو ته سپارلې ده.

اړوند خبرونه