ډېر لوستل شوي

افغانستان بانک پلاوی مالیزیا ته ولاړ

د افغانستان بانک یو لوړپوړی پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په کلني کنفرانس کې د ګډون په پار یاد هېواد ته روان شوی.

افغانستان بانک نن(شنبه، غبرګولي ۵مه) په خپل اېکس ددې پلاوي د سفر خبر خپور کړی دی.

یادې غونډې ته د افغانستان بانک او نورو اسلامې هېوادونو د مرکزي بانکونو استازي بلل شوي دي. په دې کلنۍ غونډه کې به د اسلامي بانکولۍ د پراختیا، کوچنیو او منځنیو تشبثاتو په پیاوړتیا او د صکوکو او مالي بازارونو او نورو مسایلو اړوند بحثونه او اړینې پرېکړې وشي. د افغانستان بانک ویلي چې دوی په ټول هېواد کې د یو سوچه اسلامي او پر شرعي اساساتو د ولاړې اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره هلي ځلي کوي؛ تر څو هېواد کې له سود څخه پاک بانکي سیسټم ولري.

اړوند خبرونه