ډېر لوستل شوي

بدخشان کې د سلو پهلوانانو  ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ د بدخشان د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د درایم ولسوالۍ په کوربتوب د یاد ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو پهلوانانو ترمنځ وشوې.

د یادو سیالیو موخه کورش سیالیو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول وو. د سیالو په پای کې غوره لوبغاړو  ته جایزې هم ورکول شوې. کورش غېږنیونې ته ورته د زرګونو کلونو لرغونی ورزش دی چې سرچینه یې د ماورالنهر سیمې ښودل کیږي.

اړوند خبرونه