د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا ددې وزارت د مالي او حسابدارۍ د رییس مولوي صدرالدین سعد په ملتیا د ننګرهار د ښوونیز او روزنیز وضعیت د ارزولو په موخه یاد ولایت ته تللی دی.
د یاد سفر په ترڅ کې د پوهنې وزارت سرپرست د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ ته تللی چې د یادې ولسوالۍ مسوولینو، علماوو او د سیمې اوسېدونکو یې درودند هرکلی کړی دی.
د پوهنې وزارت سرپرست د مدرسو او ښوونځیو تر منځ د واټن پر لمنځه وړلو ټینګار کړی او د ځوانانو لپاره یې د دیني علومو ترڅنګ، د عصري علومو زده کړه اړینه ګنلې ده.
سرپرست وزیر د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو او مدرسو د مسوولینو ستونزې اورېدلي او د هواري ژمنه یې کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا د ښوونیز بهیر د ارزونې په لړ کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي دي