غور کې ۴۰ بېلابېل تاریخي اثار تر موندنې وروسته د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ملي موزیم ته سپارل شوي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحي زعیم ویلي چې موندل شوي آثار دغوریانو په دورې پورې اړوندیږي.
ټاکل شوې چې ددغو اثارو تاریخي مخینه د لرغونپوهانو له لوري په دقیق ډول په ډاګه شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه هم په دې ولایت کې ورته تاریخي اثار موندل شوي وو