ډېر لوستل شوي

هلمند کې د نشه‌یي توکو روږدو کسانو حرفوي زده کړو ته مخه کړې

د هلمند  ولایتي چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې د نشه‌یي توکو روږدو ته د درملنې ترڅنګ د حرفوي زده‌کړو زمینه هم برابره شوې ده. د هلمند د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت مسوولین زیاتوي چې ۱۰۰ تنو معتادینو ته يې د موټر سایکل جوړولو او خیاطۍ روزنیز کورسونه پرانیستي دي.

د مسوولینو له انده چې ددې حرفو د زده کړو موخه روږدو ته د کسب ورزده کول او د حلال رزق ګټل دي.

د ویلو ده چې د اسلامي امارت په هڅو زرګونو روږدو ته حرفوي زده کړې ورکول شوي، تر څو د ژوند چارې په خپله سمبال او پر ټولنې بوج نه شي.

اړوند خبرونه