د کندهار ځایي مسوولینو ویلي چې په دې ولایت کې د (نساجي نخي) په نوم د ټوکراوبدنې یوه کارخونه بیافعاله شوې ده.
د کندهار د نساجۍ نخي ددې کارخونې ماشینونه د سردار محمد داوود خان له واکمنۍ راهیسې غیرفعاله او له ګټې لوېدلي وو. د مسوولینو له انده چې ددې کارخونې د جوړونې چارې له تېرو ۶ میاشتو راهیسې پیل شوې وې چې اوس په ازمایښتي ډول فعالیت ته چمتو شوې ده.
ویل کیږي چې د دې کارخونې له ۳۲۰۰ ماشینونو ۶۰۰ ماشینونه رغول شوي او په فعالیت یې پيل کړی دی.
د نخي نساجي رییس ویلي چې دا کارخونه به د عصري ټکنالوژۍ په مټ نوي ټوکرونه تولیدوي.