ډېر لوستل شوي

ایران، افغان سېلاب ځپلو ته دویمه جوپه مرسته راستولې

د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ايران د بشري مرستو دويمه جوپه مرسته هم بلخ ته رارسېدلې او افغان چارواکو ته سپارل شوې ده.

په بلخ کې د ايران کونسل حميد رضا احمدي ویلي چې په دغو مرستو کې درمل، غالۍ، کمپلې، بسترې، خوراکي توکي، خيمې او نور مواد شامل دي.

د افغانستان له سېلاب‌ځپلو سره د ایران د بشري مرستو لومړۍ جوپه تېره(پنجشنبه، غبرګولي درېیمه) د مزارشریف جلال الدین بلخي هوایي ډګر کې ځایي مسوولینو ته سپارل شوې وه. ایراني رسنیو ویلي چې دغه مرستې یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په غوښتنې  افغانستان ته استولي.

اړوند خبرونه