بادغیس په مرکز قلعه نو ښار کې د ۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د باغیس د بدني او ورزش امریت اړوند د بایسکل ځغلونې فدراسیون په استازولۍ چمتو شوې وې.
ویل کیږي چې د دې سیالیو د ځغاستې واټن ۷۰ کیلومټره و.
د یادو سیالیو موخه د بایسکل ځغلونې ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره لوبغاړو موندل وو. د بادغېس د ورزش امریت په پای کې غوره لوبغارو ته ستاینلیکونه هم ورکړي دي.