ډېر لوستل شوي

حماس یو شمېر صهیونستان اسیر او وژلي

د حماس غورځنګ د پوځي برخې ویاند ابوعبیده تازه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ځواکونو یې تېره شپه په خپلو بریالیو کمینونو کې یو شمېر صهیونستان اسیران او وژلي دي.

په هغه ویډیوګانو کې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، لیدل کیږي چې یو شمېر صهیونستان د حماس تونلونو ته د کوزېدو هڅه کوي او هملته یرغملیږي.

د یمن انصارالله او نورو مقاومتي ډلو ددې بریالیو عملیاتو په پار مبارکي ویلې ده.

اسراییلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د خپلو اسیرانو او وژل شویو شمېره په ډاګه کوي.

اړوند خبرونه