ډېر لوستل شوي

د هند ګجرات کې اورلګېدنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هند د لوېدیځ ګجرات ایالت په راجکوټ ښار کې یوې اورلګېدنې درې تنه ټپیان کړي او د ۲۷ نورو ژوند یې اخیستی دی. ویل کیږي چې دغه اورلګېدنه د کمپیوټري لوبو په یوه کلب کې رامنځته شوې ده.

چارواکو زیاته کړې، اندېښنه شته چې د دې پېښې د قربانیانو شمېر لوړ شي.

د ګجرات ایالتي چارواکو ویلي چې اور یې مهار کړی او د نورو قربانیانو د لټون هڅې روانې دي. ویره شته، چې ښایي ګڼ ماشومان تر ویجاړو شویو برخو لاندې وي.

تر اوسه ددې پېښې اصلي علت نه دی په ګوته شوی.

اړوند خبرونه