ډېر لوستل شوي

نورالدین عزیزي: روسي شرکتونو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په تاتارستان کې د روسیې او اسلامي نړۍ په ۱۵مې نړیوالې اقتصادي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د خپل ګډون او لاسته راوړنو راپور اورولی دی.

ښاغلي عزیزي یاد سفر له لاسته راوړنو ډک بللی او په وینا یې چې ګڼو روسي شرکتونو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي چې د افغان چارواکو دا ډول سفرونه له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت د سیاسي، اقتصادي او کلتوري تعامل غوښتنه ښيي.

اړوند خبرونه