ډېر لوستل شوي

پاپوانیوګیني کې سلګونه کسان تر خاورو لاندې شوي

د پاپوا نیو ګيني هېواد په اینګا سیمه کې ځمکښویېدنې لسګونه خلک تر خاورو لاندې کړي دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې په دې هېواد کې شاوخوا ۳۰۰ تنه تر خاورو لاندې تري تم دي.

د ژغورونکو ډلګۍ د پېښې ځای ته رسېدلي تر څو د مړو او زخمیانو په رایستنه کې مرسته وکړي. اټکل دی چې ددې هېواد په اینګا سیمه کې نږدې ۴۰۰۰ تنه اوسېدل او ښایي د مړینې کچه تر دې هم لوړه وي.

پاپوا نیو ګيني د ارام سمندر په یوه ټاپو کې پروت هېواد دی.

اړوند خبرونه