د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بغلان کې سېلاب ځپلو ته د مرستو رسونې په موخه د جوړې شوې کمېټې له غړو سره ګډه ناسته ترسره کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو ته د مرستو رسونې د روانې پروسې پر لا ښه مدیریت او چټکوالي ټینګار کړی.
نوموړي سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو په برخه کې د بغلان ولایت ځایي مسولینو او د جوړې شوې کمېټې غړو هڅې ستایلي او د سېلاب له امله یې زیانمنو شویو ته د روانو مرستو لړۍ د لا چټکوالي هیله څرګنده کړې. د یادونې وړ ده چې وړمه شپه بیاځلې ددې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې خونړي سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.