ډېر لوستل شوي

د هند غوره لیګ؛ کلکته نایټ رایډرز د سږني پړاو اتله شوه

د هندوستان غوره لیګ یا ای.پي.اېل سیالیو پایلوبه د کلکته نایټ رایډرز په اتلولۍ پای ته ورسېده. 

د سږني پړاو پایلوبه پرون(یکشنبه، غبرګولي ۶مه) د کلکته نایټ رایډرز او سن رایزرس حیدراباد د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۸ وېکټو په توپیر د کلکتې په بري سره پای ته ورسېده.

دا درېیم ځل دی چې کلکته نایټ رایډرز د ای.پي.اېل لوبو اتلولي په خپل نوم کوي.

ددې سیالۍ پچه سن رایزر وګټله اوتوپوهنه یې غوره کړه. سن رایزر د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۸.۳ اورونو کې ۱۱۳ منډې وکړې. کلکتې نایټ رایډرز یاد هدف په یوولسم اور کې پوره او پایلوبه یې په خپل نوم کړه.

په سږني ای.پي.اېل کې د نورو کلونو په پرتله ډېر(۹) افغان لوبغاړي اخیستل شوي وو چې نوین الحق تر ټولو ډېرې ویکټې او عظمت الله عمرزي پکې تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې. د یادونې وړ ده چې د دې سیالیو پایلوبې ته د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف هم په رسمي ډول بلل شوی و.

اړوند خبرونه