کابل ښاروالۍ د ښار اړوند احمد شاه بابا مېنې کې د یوه نښلوونکي سړک د چارو د بیا پیل خبر ورکړی دی. خبرپاڼې ویلي چې د ۱۲مې ناحیې اړوند په احمدشاه بابا مېنه کې د یاد سړک د جوړولو چارې د ځینو لاملونو له امله ځنډېدلې وې چې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ادارې له لوري یې بیاځلې چارې پیل شوي دي.
دغه سړک ۲ زره ۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري، چې د لښتیو، پلو لارو، د بايسکل چلولو کرښو او نورو برخو کارونه به یې د روان کال په اوږدو کې بشپړ شي. د سرچینې په قول، د یاد سړک ١٢٠٠ متره برخه قیر اچولو ته چمتو شوې او د پاتې نورو برخو د جوړولو چارې یې روانې دي. د ویلو ده چې دا سړک د احمدشاه بابا مېنې دیارلسم، څوارلسم، پنځلسم او شپاړسم بلاکونه سره نښلوي.