ډېر لوستل شوي

صهیونستانو رفح کې ۳۵ تنه شهیدان کړي

د غزې په جنوب رفح ښارګوټي کې د صهیونستانو په تازه بمباریو کې ۳۵ تنه بې ګناه فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.

بل خوا صهیونستان ادعا کوي چې دا برید یې د تل السلطان په سیمې کې کړی چې د لوېدیځې غاړې لپاره د حماس لوی درستیز او د دې ډلې یو بل جګپوړی چارواکی پکې وژل شوي دي.

د غزې روغتیایي مسوولین وایي چې صهیونستانو د پناه اخیستونکو خیمې په نښه کړي دي.

د مسوولینو په اند چې په دې پېښه کې لسګونه نور ژوبل هم دي.

د یادونې وړ ده چې صهیونستانو په رفح کې پراخې ټولوژنې ته مخه کړې ده او په یاد ښارګوټي کې یې بېخناوې په بلډوزرونو اړولي.

اړوند خبرونه