ډېر لوستل شوي

قطر، افغانستان کې لس روغتیایي مرکزونه جوړوي

د قطر د سرې میاشتې د بشري مرستو او نړیوالې پراختیا  مسوول ویلي، هېواد یې په پام کې لري، افغانستان کې لس روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

ددغو روغتیایي مرکزونو سیمې لا مشخصې شوي نه دي.

د قطر سرې میاشتې د بشري مرستو او نړېوالې پرختیا د مسوول محمد صلاح الدین ابراهیم له قوله چې دغه روغتونونه به په کلني ډول شاوخوا د دوه نیم سوه زرو ښځو او ماشومانو لپاره روغتیايي چوپړونه وړاندې کوي. تېره اونۍ هم یاد هېواد د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د یوه روغتیایي مرکز د جوړونې خبر ورکړی و.

دغه راز، قطر ژمنه کړې چې ټولو راستنوشویو کډوالو ته به یو-یو کور جوړ کړي.

اړوند خبرونه