د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په سېلابځپلو سیمو کې به څه باندې ۲۲ زرو خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو لاسرسی اسان کړي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې نن(دوشنبه، غبرګولي اوومه) په یوه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوبو رسولو ډېرې شبکې ویجاړې شوې دي.
د یونیسف په وینا په سیلابځپلو سیمو کې کورنۍ د څښاک، پخولو او حمام لپاره اوبو ته اړتیا لري او هره ورځ به ۱۵ لیتره اوبه په هر کس وویشل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو سېلابونو بېلابېلو سیمو کې سلګونو کسانو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي دي.
یونیسف وړاندې ویلي چې اوسمهال له سېلابونو زرګونه زیانمن پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري