ډېر لوستل شوي

د پېښور له مرکزي زندانه ۳۲ تنه ازاد شوي

 د پېښور له مرکزي زندانه ۳۲ تنه افغانان چې په بېلابېلو پلمو بندیان شوي وو، ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي.

د تورخم بندر انټرپول پولیسو امر قاري احمد ویلي چې دا افغانان په تورخم ښارګوټي کې دوی ته سپارل شوي دي.

نوموړي ویلي چې ددغو زندانیانو عمرونه د ۱۸-۲۰ کلونو ترمنځ وو.

ویل کیږي چې دا بندیان د ننګرهار، کونړ، خوست او لغمان ولایتونو اوسېدونکي وو چې له لومړنیو مرستو وروسته خپلو مېنو ته ستانه شوي دي.

اړوند خبرونه