د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د شپې له خوا د خلکو پر تګ راتګ د بندیز مکتوب جعلي او حقیقت نه لري.
ښاغلي خوارزمي نن ماسپښین(سه شنبه، غبرګولي اتمه) په خپل اېکس لیکلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د ملي دفاع وزارت نظامي استخباراتو ته منسوب شوی جعلي مکتوب ردوي او د دوښمن اوازې یې بولي.
نوموړي همدارنګه ویلي چې هېواد کې بشپړ امنیت تامین دی او هېوادوال کولای شي، هر وخت او هر ځای ته سفر وکړي. په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب لاس په لاس کیږي چې ګوندې د اوړي موسم په رارسېدو د شپې له لسو بجو وروسته ګرځبندیز لګول کیږي او څوک له کوره د وتنې حق نه لري.