ډېر لوستل شوي

افغان حکومت ته په سنټ پیټرزبورګ نړیواله اقتصادي ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

مسکو ویلي چې د نورو هېوادونو ترڅنګ یې افغانستان ته هم د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

دا خبره، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې دولتي اژانس تاس ته په یوه مرکه کې کړې ده.

ددې اقتصادي فورم ناسته د راتلونکې جون له ۵ مې تر ۸ مې نېټې په پېټرزبورګ ښار کې  دایریږي.

افغان حکومت تراوسه دې ناستې  ته غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم استازي ورته ټاکلي دي، خو تر دې دمخه یې د روسیې او اسلامي نړۍ ۱۵مې نړیوالې اقتصادي ناستې ته د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی استولی و. دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه هم د افغان حکومت استازي د نړۍ مهمو غونډو او کنفرانسونو ته بلل شوي وو.

اړوند خبرونه