د امریکا په نیویارک او د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې د فلسطین په ننګه ګڼ لاریونونه شوي دي. لاریونوالو په غزه کې روانه ټولوژنه غندلې او د جګړې د درولو غوښتنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورووستیو کې د فلسطین په ننګه او د صهیونستي رژیم پر ضد په ګڼو اروپایي او امریکایي هېوادونو کې لاریونونه په پراخېدو دي. بل پلو، د بیان د ازادۍ په دغو ملاتړو هېوادونو کې لاریونوال وهل، ټکول او زنداني کیږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش هم د غزې پر رفح د اسراییلو وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دغه بریدونه دې ژر تر ژره ودرول شي.
صهیونستانو په رفح ښارګوټي کې په پراخې ټول وژنې لاس پورې کړی او هلته یې عامه ځایونه ویجاړ کړي دي. د صهیونستانو د تېرې ورځې په بریدونو کې ۲۰۰ تنه شهیدان شوي، خو تر دغه برید یوه ورځ وړاندې حماس ځواکونو د صهیونستانو ګڼ پوځیان، یرغمل، وژلي او ټپیان کړي وو. شنونکي وایي چې صهیونست پوځیان، خپله ماته د ملکي کسانو په وژنه پټوي.
اسوشیټېډ پرس د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې ملګرو ملتونو په نیویارک کې د صهیونستي رژیم د وروستیو تېریو په پار بېړنۍ ناسته راغوښتې ده. ویل کیږي چې دا ناسته به د تړلو دروازو تر شا وشي.