د عدلیې وزارت اړوند له غصب څخه د ځمکو د راګرځولو او مخنیوي کمیسیون مسوولینو ویلي چې د خپلو څېړنو په پایله کې یې د ځاځي پارک، سیدجمال الدین او میرویس ښارګوټو ځمکې شخصې ثابتې کړي دي.
مسوولینو ویلي چې په اتمه ناحیه کې ۴۰۰ جریبه د میرویس ښارګوټي، ۵۲۲ جریبه د ځاځي ښارګوټي او په ۲۲مه ناحیه کې ۱۱۸۸ جریبه د سیدجمال الدین ښارګوتي ځمکې شخصي ثابتې شوي دي او څښتنان یې د پلور، کورجوړونې او بل هر ډول تصرف حق لري.
د ځمکو د راګرځولو او مخنیوي کمیسیون مسوولین زیاتوي چې ددغو ښارګوټو ځمکې د شته اسنادو او قبالو له مخې شخصي ثابتې شوي او له نورو دولتي ځمکو یې جلا کړي دي.
دغه کمېسیون وړاندې ویلي چې په ټول هېواد کې به د ښارګوټو ځمکې څېړي او دولتي ځمکه به له شخصي بېلوي.