د لغمان د کلیو بیا غونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې په دې ولایت کې د یوه دېوال د لوېدو پېښه کې د یوه کورنۍ اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي ویلي چې دا پېښه بېګا شپه د یاد ولایت د مرکز مهترلام په یونس چوک سیمه کې رامنځته شوې ده.
دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۳ غړي مړه او ۴ نور ټپیان شوي.
ولایتي مسوولینو د یادې کورنۍ له غړو سره د مرستې ژمنه کړې او ټپیان یې د درملنې په موخه په مرکزي روغتون کې بستر کړي دي