ډېر لوستل شوي

بلوچستان کې ټرافیکي پېښې شاوخوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د پاکستان د بلوچستان ایالت په واشک سيمه کې د يوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو په پېښه کې شاوخوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستاني رسنیو له مخې، یاد بس له ګوادر څخه کویټې ته روان و چې یوې ژورې کندې ته ولوېد.

ویل کیږي چې دا پېښه نن سهار وختي(چهارشنبه، غبرګولي نهمه) رامنځته شوې ده.
په دې پېښه کې تر دې دمه ۲۸ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د پېښې له کبله خواشيني څرګنده کړې ده. د بلوچستان اعلی وزیر هم پر یاده پېښه خواشیني ښودلې او د بېړنۍ مرستې ژمنه یې کړې.
روغتیاپالان د ځینو ټپیانو حالت نازک ښیي او اټکل کیږي چې د مړو شمېر لوړ شي

اړوند خبرونه