ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزارت کې د دوحې د درېیمې ناستې په تړاو علمي ناسته شوې

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز په نوښت د دوحې د درېیمې ناستې په اړه او له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل د څرنګوالي پر موضوع علمي ناسته شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي، د دوحې د غونډو لړۍ پر مخینې او پر وړاندې یې د اسلامي امارت د دریځونو پر عواملو خبرې کړي دي.
ښاغلي جلالي د خپلو خبرو په لړ کې ویلي: د دوحې غونډو لړۍ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې پربنسټ راپیل شوې، چې لومړۍ غونډه یې د ۲۰۲۳م کال په مې او دویمه یې د ۲۰۲۴م کال په فبروري کې ترسره شوه.
ذاکر جلالي وړاندې زیاته کړې چې اسلامي امارت د دوحې په دویمه ناسته کې د خپلو شرطونو د نه پوره کېدو په وجه ګډون ونه کړ او مشرتابه سمبولیک ګډون غوره نه باله.

ښاغلي جلالي همداراز ویلي؛ اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي خو دا تعامل د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ، ديني او ملي ارزښتونو او د وطن او نظام د حیثیت په بیه نه غواړي.
د نوموړي په قول، د دوحې په درېیمه ناسته کې لا هم افغان حکومت د ګډون پرېکړه نه ده کړې، خو ددغو ناستو د لومړۍ او دویمې په پرتله د غونډې د جوړوونکو او کوربنو په تعامل کې مثبت بدلون لیدل کېږي. ذاکر جلالي څرګندوي چې په دې وروستیو کې کابل ته ګڼ استازي راغلي تر څو افغان حکومت ته په یاده ناسته کې د ګډون زمینه برابره کړي.
ذاکر جلالي ویلي؛ په درېیمه غونډه کې ټاکل شوې چې د اسلامي امارت استازي به په اصلي بحثونو کې ګډون کوي. د نوموړي په قول، ددې ناستې د بحث بنسټیز محورونه به مالي او بانکي وضعیت، نشه یي توکو پرخلاف مبارزه او کروندګرو ته د بدیل معیشت، د خصوصي سکتور وده او اقلیمي بدلون اړوند مسایل وي.
د یادونې وړ ده چې په دې علمي ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو څانګو کارکوونکو او ډیپلوماټانو ګډون کړی وو

اړوند خبرونه