د ټرافیکو پولیسو عمومي ریاست ویلي چې خپل یو شمېر کارکوونکي د زده کړو په موخه بهرنیو هېوادونو ته لېږي.
یاده خبره ټرافیکو پولیسو عمومي ریيس پاسوال حسیب الله مختار د دغه ریاست یو شمېر منسوبینو ته د نظامي رتبو د ورکړې په مراسمو کې کړې ده.
ښاغلي مختار ویلي چې دا ټرافیک به د نورو زده کړو او نویو تجربو ترلاسه کولو لپاره بهر ته واستوي.
نوموړي ژمنه کړې چې ټولو کارکوونکو ته به په کور دننه او بهر د لا ښو زده کړو او روزنې زمینه برابروي.
د ټرافیکو عمومي ریاست داسې مهال د خپلو کارکوونکو د روزنې خبر ورکوي چې په دې وروستیو کلونو کې د ټرافیکي پېښو د مرګ ژوبلې کچه تر بل هر وخت لوړه ده.