د هلمند ګرشک ولسوالۍ کي د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبينو يو شمېر مهمات او نظامي تجهیزات نیولي دي.
د ۲۱۵ عزم قول اردو ویاند ملا محمد رسول مسعود ویلي چي یادو منسوبینو د یو لړ تصفیوي عملیاتو په ترڅ کي ۵ د پيکا ميلونه، ۲ عدده د ماينونو د کشف آلې، ۲ د پيکا شريدونه، ۴۰۰ د پيکا مرمۍ او د مخابرې یو چارجر نیول شوی. د یادې قول اردو مسوولینو ویلي چې چاته د ناقانونه وسلې د ساتنې اجازه نه ورکوي.