ډېر لوستل شوي

هرات کې ۵ ټنه بې کیفیته توکي سوځول شوي

د هرات ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۵ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی.

د هرات ښاروالۍ مسوولینو له  ټولو ښاریانو غوښتي چې تاریخ تېري او ټیټ کیفیته توکي دې نه پلوري او نه دې هم ساتي.

یاد توکي د تېرو دوو میاشتو په لړ کې د یاد ولایت د میرداوود بابا اړوندو سیمو کې له هټیو او ګودامونو څخه راټول او سوځول شوي.

د هرات ښاروالۍ موده وړاندې هم په دې ولایت کې د بې کیفیته توکو د راټولولو او سوځولو خبر ورکړی و.

اړوند خبرونه