ډېر لوستل شوي

سردار محمد داوود خان روغتون کې د لومړي ځل لپاره د زړه جراحي څانګه پرانیستل شوه

ملي دفاع وزارت نن سهار(جمعه، غبرګولي ۱۱مه) په خپله رسمي اېکس پاڼه د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې د زړه د جراحي د یوې څانګې د پرانیستې خبر ورکړی دی.
خبر کې ویل شوي چې په دې څانګه کې به د زړه د ناروغیو هر ډول درملنه کیږي. څو ورځې وړاندې هم په دغه روغتون کې د انسان د مصنوعي غړو د لګولو مرکز پرانیستل شوی و.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د ملي دفاع وزارت په ځانګړې پاملرنې، دغه روغتون لا مجهز شوی او چوپړونه یې تر پخوا خورا معیاري شوي دي

اړوند خبرونه