د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت په یوه اعلامیه کې د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په باسول کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خواخوږۍ دا پیغام ارګ نن شپه(شنبه، غبرګولي ۱۲مه) په خپل اېکس خپور کړی دی. په دې پیغام پر دې پېښې خواشیني ښودل شوې ده. ورته مهال ولایتي مسوولینو ته د پېښې د کره څېړنې سپارښتنه هم شوې ده.
د یادونې وړ ده چې نن سهار اووه نیمې بجې د ننګرهار په مومندرې کې د شاوخوا ۳۰ سپرو یوه بېړۍ اوبو کې غرقه شوې چې تراوسه د ۲۰ تنو مړینه منل شوې ده. مسوولین پر وخت سیمې ته رسېدلي خو لا تراوسه د ټولو قربانیانو پر رایستنې نه دي بریالي شوي