ډېر لوستل شوي

د هرات ‎ـ تورغونډۍ وسپنې پټلۍ د ډیزاین او سروې چارې پیل شوې

د ټولګتو چارو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت په خپل رسمي اېکس د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د هرات ـ تورغونډۍ د وسپنې پټلۍ د ډیزاین او سروې چارې پیل شوي دي.
ښاغلی شرافت دغه پروژه د افغانستان د سیمه ییز اتصال په لورې یو بل ګام بولي. ددغې لیکې د سروې او ډیزاین چارې د یوې جرمنۍ کمپنۍ له لورې په مخ وړل کېږي. اقتصادي شنونکي د وسپنې پټلیو غځول د کارموندنې پر زیاتوالي او د سوداګرۍ ودې ته اړین ګڼي.
د ویلو ده چې د هرات ـ تورغونډۍ رېل پټلۍ د هېواد له مهمو لارو شمېرل کېږي، چې افغانستان له منځنۍ اسیا، روسیې او چین سره نښلوي

اړوند خبرونه