ډېر لوستل شوي

د هېواد لوېدیځ کې د سترګو د ګڼو ناروغانو درملنه شوې

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د بهرنیو هېوادونو د ډاکټرانو په مټ یې د هېواد په لوېدیځ کې د سترګو د سلګونو ناروغانو درملنه کړې ده.

په لوېدیځ کې د سرې میاشتې ټولنې عملیاتي مشر مولوي محمد اصف صدیقي رسنیو ته ویلي چې پرون او وړمه ورځ د سترګو شاوخوا ۲۰۰۰ ناروغان معاینه شوي او ۴۵ نور یې عملیات شوي دي.
ویل کیږي چې په دې وروستیو کې د سترګو ۱۸ ډاکټران چې په سعودي عربستان او پاکستان پورې اړوند دي، هېواد ته راغلي دي.
یادو ډاکټرانو تراوسه د هرات، فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو ناروغان کتلي دي

اړوند خبرونه