د ۲۰۲۴ کال شل اوريز نړيوال جام سيالۍ چې کوربتوب یې له امریکا او ویسټ انډیز سره دی، د کاناډا او امریکا کرکټ لوبډلو په لومړۍ لوبې سره پیل شوې.
په سږني نړیوال جام کې ټولټال ۲۰ لوبډلې ځای لري چې په ۵ ګروپونو کې ډلبندي شوي دي.
افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه بله ورځ(سه شنبه، غبرګولي ۱۵مه) د یوګانډا پر وړاندې ترسره کړي. کرکټ بورډ مسوولینو ویلي چې افغان لوبډله د لوبو لپاره پوره چمتووالی لري.
افغان کرکټ ملي لوبډلې هم یاد جام ته د راشد خان په لوبډلمشرۍ خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.
د کرکټ په تاریخ کې دا اووم ځل دی چې افغان لوبډله نړیوال شل اوریز جام ته کوالیفای کیږي