د کندهار په ګمرک کې ۵۰ ټنه بې کیفیته خوراکي او ناخوراکي توکي سوځول شوي دي.
د کندهار د ځایي مسوولینو په قول، دا توکي له څه مهال راهیسې راټول شوي وو چې نن(یکشنبه، غبرګولي ۱۳مه) د ولایتي چارواکو په شتون کې سوځول شوي.
ویل کیږي چې دا توکې د کندهار ګمرک کې له څو کلونو راهیسې ضبط شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د بې کیفیته توکو د واردېدو ګراف تر ډېره ټيټ شوی