د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست لخوا په لومړي ځل د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو لپاره یو روزنتون جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد روزنتون د پرانیستې پر مهال ولایتي مسوولینو ویلي چې په دې روزنتون کې به بې سرپرسته او یتیم ماشومان استوګنه کوي.
ویل کیږي چې په دې روزنتون کې اوسمهال ۲۰۰ ماشومانو لپاره د زده کړو او استوګنې زمینه چمتو شوې.
د ویلو ده چې ددې ماشومان مالي ملاتړ د افغان حکومت له خوا کیږي.