ډېر لوستل شوي

قزاقستان، اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له نوملړ پاک کړ

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایق ویلي چې افغان حکومت یې له هغه نوملړه ایستی چې له ګڼو بندیزونو سره مخ دي.
ویل کیږي چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لوري له یاد نوملړه د اسلامي امارت ایستنه د مسکو له اغیزې ترسره کیږي.
ښاغلي جومارت وړاندې ویلي چې دا کار یې له افغان حکومت سره د اړیکو د پراختیا او اقتصادي ودې په پار کړی دی.
نوموړي یوې غونډې ته ویلي چې د اسلامي امارت نوم یې له دې ډلې د اوږدمهالې همکارۍ او له افغان پانګوالو سره د اقتصادي راکړې ورکړې د پراختیا په موخه کړی.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و چې افغانستان به له بندیز سره د مخ سازمانونو له نوملړه باسي.
افغانستان او قزاقستان اوسمهال په سیمه کې اقتصادي او سیاسي ملګري هېوادونه ګڼل کیږي

اړوند خبرونه