ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي: افغانستان د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو سره اړیکو پراختیا ته ژمن دی

بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل پرون شپه(یکشنبه، غبرګولي ۱۳مه)  په خپل اېکس د اندونیزیا د هلال احمر او د جوماتونو شورا رئیس او د ددې هېواد د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یوسف کالا او مله پلاوي سره د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقی د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې پلاوي کې د محمد یوسف کالا سربېره د اندونیزیا د قوانینو او بشري حقوقو مخکني وزیر عبدالحمید اول الدین او د اندونیزیا د انرژي او کانونو مخکنی وزیر سعید سودیرمن او نورو مسوولینو برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اندونیزیا دغه پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د تاریخ اوږدو کې یې افغانستان سره د اندونیزیا له بشري مرستو او ښه نیت مننه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د افغانستان او اندونیزیا د خلکو او حکومتونو ترمنځ شته دیني او کلتوري اړیکې او  متقابل درناوی ددې دوو هېوادونو د اړیکو د پراختیا سبب شوی.

ښاغلي متقي ویلي: افغانستان د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او دې هېواد له نړیوالې ټولنې او سیمې سره غوره اړیکې پاللي دي.

د اندونیزیا جمهوریت د هلال احمر او د جوماتونو شورا رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یوسف کالا د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت مثبت ارزولی او په وینا یې هېواد یې له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي او ژمنه یې کړې چې افغانستان واقعي حالت به له خپل حکومت او خلکو سره شریکوي. نوموړي دغه راز افغانستان سره د سکالرشیپونو د ورکړې او روغتیا برخو کې د همکارۍ ژمنه هم کړې ده.

اړوند خبرونه