د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په سیورې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل شوي دي.
د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي حکمت الله رهبر ویلي چې د اوبو دا شبکه د سیورې ولسوالۍ په دبدین سیمه کې جوړیږي.
د ښاغلي رهبر په قول، ددې شبکې مالي ملاتړ یونیسف پر غاړه اخیستی چې ټولټال لګښت یې ۸ میلیونه ۴۶۲ زره ۹۶۰ افغانۍ دی. بل پلو، د یاد کلي اوسېدونکي د اوبو ددې شبکې پر جوړولو خوښي څرګنده کړې ده.