د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په خپل اېکس نن سهار(سه شنبه، غبرګولي ۱۵مه) بلخ کې د انسان تښتوونکو له لوري د یوه ماشوم د ازادېدو خبر ورکړی دی.
دا ماشوم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو سترمعینیت د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندانۍ اړوند د بلخ ٨٨٨ ملي قطعې اتلو مجاهدینو له لوريد یو لړ ځانګړو او تکتیکې عملیاتو په ترڅ کې ازاد شوی.
انسان تښتوونکو ددې ماشوم له کورنۍ ۳۰۰ زره امریکایي ډالر غوښتل او ګواښ یې کړی و چې که پیسې ورنه کول شي، نو ماشوم به یې ووژني.
دا ماشوم یوه اونۍ وړاندې د وسله والو انسان تښتوونکو له خوا بلخ کې تښتول شوی و.
په دې عملیاتو کې یو انسان تښتوونکی وژل شوی او ۵ نور ژوندي نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له انسان تښتوونکو سره د اسلامي امارت مبارزه پرېکنده ده او د هېواد په هېڅ برخه کې انسان تښتوونکو ته ځای نشته