ډېر لوستل شوي

افغان لوړ رتبه پلاوي متحده عربي اماراتو ته سفر کړی

د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد نن شپه (سه شنبه، غبرګولي ۱۵مه) د عربي اماراتو ددولت له رییس سره د کورنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د لوی رییس د لیدنې خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د افغانستان د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق او ورسره مل پلاوي د متحده عربي اماراتو د ولسمشر شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره پرون مازیګر په ابوظبۍ کې کتلي دي.
بهرنیو هېوادونو ته دا د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراج الدین حقاني لومړی سفر ګڼل کیږي

اړوند خبرونه